د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې له کارمندانو څخه د ښوونیز نصاب آزموینه واخیستل شوه

دغه آزموینه د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مولوي ګل رحمن عارف او د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم انجنیر کاوه خروش په شتون کې واخیستل شوه.
د دغه وزارت د دعوت او ارشاد رئيس د نوموړې حوزې له کارمندانو څخه د آزموینې اخیستلو پرمهال د ښوونیز نصاب د منظمې ښوونې څخه خوشحالي څرګنده کړه او د دیني مسائلو په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل او د نوي ښوونیز نصاب د شریکولو په برخه کې د همکاري ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د دغه وزارت د دعوت او ارشاد ښوونیز نصاب درسونه د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې کارمندانو ته په ورځني ډول تدریس کېده.