سمنګان ولایت کې د ظهرابي کانال او استنادي دېوال د پروژې جوړولو چارې ۶۰ سلنه پر مخ تللې دي

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۰:۲۸
1

د سمنګان ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم په دغه ولایت کې د ظهرابي کانال او استنادي دېوال جوړولو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

ظهرابي کانال چې د سمنګان ولایت د بنسټیزو کانالونو له ډلې څخه ګڼل کېږي، د نوموړې پروژې د جوړولو چارې د اکتېد موسسې لخوا د ۵۷۸ زره او ۸۶۷ افغانۍ په ارزښت د سمنګان ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې ترسره کېږي.

د دغې پروژې چارې ۶۰ سلنه پرمخ تللې دي چې ۲۲ متره د کانال اوږدوالی او ۱۲ متره د استنادي دېوال اوږدوالی پکې شامل دي.

د دغې پروژې په جوړولو سره به کابو ۴۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي او ۲۴۲ ځایي اوسېدونکو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۳۶
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۱:۳۴
Background image

د لغمان ولایت د شاهي کانال چارې 11.5 سلنه پرمخ تللې دي

 د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم...

بیرته تګ

User account menu