د کابل ښار په درې ناحیو کې د څښاک اوبو رسولو پروژې د پلي کولو په هکله ناسته ترسره شوه

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۵ - ۱۶:۵۹
1

دغه ناسته د کابل سیندیزې عمومي حوزې رئيس محترم انجنیر حبیب الرحمن حقپال تر مشرې لاندې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو چارو د تنظیم عمومي رئيس محترم انجنیر نعمان نثار، د اوبو سرچینو عمومي رئيس محترم انجنیر نثاراحمد مموزي، د ځمکې لاندې اوبو رئيس محترم انجنیر عزیزالرحمن عزیز او د فرهیخته د اوبو رسولو او ودانیز شرکت  د مسؤلینو په ګډون ترسره شوه .

په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه چې نوموړی شرکت دې د کابل ښار د درییمې، شپږمې او دیارلسمې ناحیو د اوسیدونکو لپار له چهار آسیاب ولسوالي څخه د څښاک اوبه د اوبو او انرژي وزارت د تخنیکي ټیمونو تر څارنې لاندې په معیاري توګه چمتو کړي.

د یادونې وړ ده، چې د اوبو او انرژي وزارت رهبري د بېلابېلو پروژو په پلي کولو سره هڅه کوي چې د کابل ښاریانو لپاره د څښاک اوبه  چمتو کړي.

User account menu