د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت  کې د اوبو او انرژي وزارت له لوري د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه 

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۴:۴۳
1

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو، چارو په هکله د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت  له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي وزارت د پايدارې انرژي د عمومي ریاست تر چتر لاندې د انرژي د مثمریت او تحفظ ریاست کارمندانو هر یو انجنیر منصورالرحمن عبدالحی د انرژي مثمریت آمر، انجینرعبدالحسیب صفدر د انرژي مثمریت د عامه پوهاوي کارپوه او انجنیر صدیق الله ځلاند د انرژي مثمریت اقتصادي کارپوه، د پرزینټېشن په وړاندې کولو سره په بشپړه توګه د انرژي مدیریت، د انرژي د سرچینو ساتنې، چاپیریال ساتنې، د انرژي د سپما ارزښت او د سپما تګلارې اړوند معلومات ګډونوالو ته ورکړل او د یادې برنامې د وړاندې کولو موخه یې له انرژي څخه په سمه توګه ګټه اخیستنه او عامه پوهاوی وباله.

د یادونې وړ ده، چې د انرژي سپما د عامه پوهاوي برنامې د اقتصادي کمیسیون 20/9/1445 نېټې 13 ګڼې مصوبې دوهم بند د تحقق په موخه له پلان سره سم د اوبو او انرژي وزارت لخوا مخکې له دې په څو وزارتونو کې ترسره شوې او په راتلونکي کې به هم دوام ومومي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۱۵
Background image

د آمو سیند څنډو د تحکیماتي ولسي پروژو د پلي‌کېدو د بهیر څارنه او ارزونه ترسره شوه

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په بهیر کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتي ولسي پروژو د پلي‌کېدو د بهیر څارنه او ارزونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۱۲
Background image

د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د عادلانه وېش په موخه څارنه ترسره شوه

د هریرود – مرغاب عمومي سیندیزې حوزې مسؤلینو د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د عادلانه وېش په موخه څارنه وکړه او کروندګرو ته یې د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي په موخه اړینې لارښوونې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۳۸
Background image

لغمان ولایت کې د پاچاجوی او هرمل کانالونو د پاکاري چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی او هرمل کانالونو د پاکاري چارې د حشر له لارې د سیمې د ځمکوالو او کروندګرو له لورې د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو په همغږي سره پيل شوې.

د. . .

بیرته تګ

User account menu