د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس د کابل ولایت له والي سره وکتل

د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس انجنیر حبیب الرحمن حقپال او ورسره مل د منځني کابل فرعي سیندیزې حوزې رئیس مولوي ولي محمد تائب، د کابل ولایت د کانونو رئیس مفتي عبدالحمید آخندزاده، د خاک جبار ولسوالي ولسوال مولوي غلام صدیق دانش او یو شمیر قومي مشرانو د کابل ولایت له والي شیخ محمد قاسم خالد سره وکتل.
په یاده کتنه کې، د کابل ولایت د غازي بند د پاک کاري، د شاه او عروس بند متضررینو ته د استملاک شویو کورونو په بدل کې د ځمکې د توزیع، د خینګوټ کانال د بیا رغونې او پراختیا، د ارغندي په ساحه کې د ډنډونو د ساتنې او یو شمیر نورو موضوع ګانو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.