د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د انجنیرانو لپاره د جیوفزیکي څېړنو ښوونیزه برنامه د اوبو او انرژي په وزارت کې پيل شوه

دغه برنامه د اوبو او انرژي وزارت د اوبو سرچینو د عمومي ریاست له لوري د یونسیف موسسې په مالي ملاتړ د انجنیرانو د وړتیا لوړونې په موخه د سروې او د ځمکې د جیوفزیکي اکتشاف د پوړیزو جوړښتونو او له نوي ټکنالوژي او وسایلو څخه په ګټې اخیستنې سره د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د اټکل په برخه کې چې په دې ورستیو کې دغه وزارت ته سپارل شوې دي، پيل شوه.
د ځمکې لاندې اوبو سرچینو رئيس محترم انجنیر عزیز الرحمن عزیز د دغې ښوونیزې برنامې په پيل کې د هغې ارزښت ته اشاره وکړه او له ټولو انجنیرانو څخه یې وغوښتل چې له دغې ارزښتناکې برنامې څخه د خپلو تخنیکي تجربو په شریکولو او مسلکي پوهاوي په برخه کې په ښه توګه ګټه پورته کړي.
په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو د تګلارو رئيس محترم انجنیر میرویس میرزاد دغه ښوونیزه برنامه د اوبو سرچینو د څېړنو د کیفیت او معیاري کولو په برخه کې ارزښتناکه وبلله.
د یادونې وړ ده، چې دغه ښوونیزه برنامه د ۱۸ ورځو لپاره په لاره اچول شوې او په دغه موده کې به د ځمکې لاندې اوبو د جیوفزیکي اکتشاف په برخه کې په تیوري او عملي بڼه د کابل د پولي تخنیک پوهنتون د استاد محترم دوکتور عبدالحلیم زریاب له لوري د اوبو او انرژي او د کلیو پراختیا وزارتونو او د اوبو رسولو ریاست او د ښاري فاضلابو او چاپېریال ساتنې ملي اداري ۳۰ تنو انجنیرانو ته اړینې زده کړې ورکړل شي.