د پنج سیند د څنډو حفاظتي ګبیونې دکو پروژه د نولس میلیونه یو سلو دوه زره اووه سوه اووه نوي (19102797) افغانیو په ارزښت پرانیستل شوه

د تخار ولایت د ینګې قلعه ولسوالي په یتیم تپه کلي کې د پنج سیند د څنډو حفاظتي ګبیونې دکو پروژه د نولس میلیونه یو سلو دوه زره اووه سوه اووه نوي 19102797 افغانیو په ارزښت د تخار ولایت والي، د دشت قلعه ښکتني پنج فرعي سیندیزې حوزې رئیس انجنیر عبدالواحد رجب، د اوبو او انرژي وزارت انجنیرانو او ګڼ شمېر قومي مشرانو په شتون کې پرانیستل شوه.
یاده پروژه د یتیم تپه عمومي کانال د سربند د ساتنې او مراقبت په موخه ترسره کېږي چې د تخار ولایت په ینګې قلعه او خواجه بهاء الدین ولسوالیو کې د 15000 جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبوولو وړتیا لرې.
د یادولو وړ ده چې یاده پروژه د اوبو او انرژي وزارت له لورې تمویل او د هلمند جهاني بارک ساختماني شرکت له خوا د پنځه میاشتو په موده کې ترسره کېږي چې ګڼ شمېر هېوادوالو ته پکې د کار زمینه چمتو کېږي.