د انرژي معینیت د کارمندانو لپاره د معلوماتي ټکنالوژي په برخه کې د وړتیا لوړونې ښوونیزه برنامه ترسره شوه

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۱:۴۱
1

دغه برنامه د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي ریاست تر چتر لاندې د کارکوونکو د چارو ریاست له لوري د دغه وزارت د معلوماتي ټکنالوژي ریاست په همکاري سره د انرژي معینیت د کارمندانو د وړتیا لوړونې او تخنیکي مهارتونو د پراختیا په موخه د معلوماتي ټکنالوژي او سایبري امنیت د لومړنیو مباحثو په برخه کې ترسره شوه.

دغه یو ورځنۍ ښوونیزه برنامه چې د کارکوونکو د چارو ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شوه، ګډونوال د معلوماتي ټکنالوژي په برخه کې د کاربردي مفاهیمو او مهارتونو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې، د رسمي برېښنالیکونو او Outlook برنامې څخه د ګټې اخیستنې، د سایبري امنیت د لومړنيو مباحثو ښوونو او د لومړنیو تخنیکي ستونزو هوارولو له ډولونو سره پېژندګلوي ومونده.

دغه ښوونې د معلوماتي سیسټمونو چارو د غوره‌والي او په کاري چاپيریال کې د تخنیکي ننګونو د هوارولو لپاره د کارمندانو د وړتیا لوړونې په موخه په لاره واچول شوه.

د دغه ډول برنامو جوړول د کارمندانو د وړتیا لوړونې او د اوبو او نرژي وزارت د تخنیکي چوپړتیاوو په برخه کې اړین رول لوبوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۲۳
Background image

پکتیا ولایت کې د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي اړوند د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu