د پنج آمو سينديزې حوزې عمومي رئيس د اوبو او انرژې وزارت له تخنيکي پلاوي سره وکتل

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۳ - ۱۲:۴۴
1

د پنج آمو سينديزې حوزې عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت په داسي حال کې چې د آمو سیند غاړو د تحکیماتو رئیس الحاج مولوي سید غلام مشواڼي هم شتون درلود، د اوبو او انرژې وزارت له تخنيکي پلاوي سره وکتل.

په دغه کتنه کې د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي پلاوي خپل ګزارش د بدخشان او تخار ولایتونو د څلورو بادي څیړنیزو ټاورونو د بیارغونې په هکله د پنج آمو سينديزې حوزې له عمومي رئيس سره شریک کړ.

د یادونې وړ ده، چې د اوبو او انرژي وزارت او د پنج آمو سیندیزې حوزې ګډ تخنیکي ټیم د بدخشان ولایت په ارګو او د تخار ولایت په کلفګان ولسوالیو کې دوه بادي څیړنیز ټاورونه بیافعال او ډیټا یې ترې واخیستل او همدارنګه د بدخشان ولایت په تشکان او د تخار ولایت په رستاق ولسوالیو کې یې د دوو بادي څیړنیزو ټاورونو د بیارغونې په موخه تخنیکي سروې هم ترسره کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۱۰
Background image
جمعه ۱۴۰۴/۴/۲۰ - ۱۵:۵۲
Background image

د یتیمانو پر شونډو د موسکا شیبې

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر، محترم...

بیرته تګ

User account menu