د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس له اوبو څخه پر معقولې ګټې اخیستنې باندې ټینګار وکړ

MEW-Media
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۱۰
1

د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا او د هرات د اوبو او انرژي رئيس محترم سردار عزیزي او ورسره مل تخنیکي ټیم په هغه ناسته کې چې په انجیل ولسوالي کې د هغې ولسوالي د ولسوال په شتون کې د اوبو کموالي کړکیچ د مدیریت په هکله جوړه شوې وه، ګډون وکړ.

په دغه ناسته کې، ښاغلي مستوفي آغا د اوبو د اوسني وضعیت او له اوبو څخه د غوره ګټې اخیستنې د ډولونو په هکله خبرې وکړې او له اوبو څخه پر معقولې ګټې اخیستنې باندې ټینګار وکړ.

همدارنګه، د نوموړو ریاستونو تخنیکي ټیمونو د باران اوبو د راټولولو له لارې د ځمکې لاندې اوبو پياوړتیا د ډولونو او اغېزمنتیا په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۱۳
Background image

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست جومات بیا رغول کېږي

۱۱ رمضان ۱۴۴۷ مطابق ۹ حوت ۱۴۰۴ هـ ش

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست جومات د اتیا متره مربع مساحت په درلودلو سره چې  د دغه ریاست په انګر کې موقعیت لري، د دغه ریاست د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۰:۲۹
Background image

د هریرود – مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس د هرات ولایت د کروندګرو له یو شمېر استازو سره وکتل

د هریرود – مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا د ګذرې ولسوالي د کروندګرو له یو شمېر استازو سره وکتل او د هریرود له سیند څخه د اصولو خلاف شګو را اېستلو او خپل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۰
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د بلخ له والي سره په لیدنه کې د دغه وزارت د پروژو د پلي کولو په هکله خبرې وکړې

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب په مشري پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر پرمهال په داسې حال کې چې د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر رفیع الله. . .

بیرته تګ

User account menu