د هریرود- مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس د پاشدان بند د پاتې چارو د بیاپیلولو په موخه د دغه بند له سیمې څخه لیدنه وکړه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ - ۹:۳۵
1

د هریرود- مرغاب عمومي سیندیزې حوزې پلاوي د دغې حوزې د رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا تر مشري لاندې د پاشدان بند د پاتې چارو د بیا پیلولو په موخه د نوموړي بند له سیمې څخه لیدنه وکړه.

د نوموړې حوزې عمومي رئيس او ورسره مل پلاوي د نوموړي بند له ساحوي مسؤلینو او کارمندانو سره وکتل او د هغه د پاتې چارو د بیا پیلولو د چمتووالي په هکله یې خبرې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې په هرات ولایت کې د پاشدان بند پاتې چارې به په نږدې راتلونکي کې پيل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۰
Background image

په ګذرې او پښتون زرغون ولسوالیو کې د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د عادلانه وېش په موخه څارنه وشوه

د لاندني هریرود- مرغاب سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او ورسره مل تخنیکي ټیم د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د هرات ولایت په پښتون زرغون او ګذرې ولسوالیو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

بیرته تګ

User account menu