د هرات ولایت د پښتون زرغون ولسوالي د یحی آباد ویالې د ټولنې د کړنو د ارزونې په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د لارښوونې پر بنسټ د لاندني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مفتي سردار ولي مزمل تر مشري لاندې د یحی آباد ویالې د ټولنې د غړو په ګډون ترسره شوه.
ښاغلي مزمل په دغه ناسته کې د نوموړې ویالې په کچه د اوبو د غوره مدیریت په موخه د اصولي او واقعي فعالیتونو په ترسره کولو باندې ټینګار وکړ، ترڅو اوبه په کانال کې په عادلانه توګه ووېشل شي.
همدارنګه په دغه ناسته کې د کړنلارو، قوانینو او شریعت په ړنا کې د ټولنې د مسؤلیتونو د پرمخ وړلو په هکله خبرې وشوې.
په ورته مهال، په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه چې د ټولنې تش په نوم غړو پر ځای په شرایطو برابر کسان د نوموړې ویالې د اوبو د غوره مدیریت لپاره ور وپېژندل شي.