د هرات ولایتي انرژي کمېټې ناسته ترسره شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۹:۵۵
1

دغه ناسته د هریرود- مرغاب د عمومي رئيس او د هرات ولایتي انرژي کمېټې رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا، د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت د پلاوي، د اړوندو ادارو د استازو او  د دغې کمېټې د نورو غړو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د هرات- شینډنډ، فراه- فراه رود او نیمروز د ترانسمیشن لاین او انتقالي مسیر د سروې او د اطلاعاتو د راټولولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د هریرود- مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس د دغې سروې اهمیت ته په اشارې سره زیاته کړه، چې په دې برخه کې هر راز همکاري ته چمتو دی او همدارنګه اړوندو ادارو هم په دې برخه کې خپله همکاري څرګنده کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۱۱
Background image

د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره کې د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو چارو په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداري له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۰
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره خوشې شوې

د غزني د ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو له لوري د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره د میر آبانو او کروندګرو سره په بشپړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بغلان ولایت د کیله‌ګي برېښنا بند له سیمې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې د دغه ولایت په دوشي. . .

بیرته تګ

User account menu