د نږدې شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل ولایت په پغمان ولسوالي کې د قرغې بند د ساتنې او مراقبت پروژه پرانیستل شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۴ - ۱۳:۴۰
1

یاده پروژه د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر حبیب الرحمن حقپال، د منځنۍ کابل سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي ولي محمد تائب، د اوبو د تاسیساتو د ساتنې، مراقبت او ګټې اخیستنې رئيس ښاغلي انجنیر حبیب الرحمن مبارز او د اوبو او انرژي وزارت د یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې پرانیستل شوه.

د کابل سیندیزې عمومي حوزې رئيس ښاغلي انجنیر حبیب الرحمن حقپال د یادې پروژې د پلې کېدو موخه له قرغې بند څخه ساتنه او مراقبت یاد کړ.

ښاغلي حقپال د اوبو د تاسیساتو ساتنې او مراقبت ته په اشارې سره له قراردادي شرکت څخه و غوښتل چې د پروژې د پلي کېدو او کیفیت د ښه والي په برخه کې لا زیاته پاملرنه وکړي.

په ورته مهال، د پغمان ولسوالي عمومي ساحوي مدیر ښاغلي انجنیر محمد اسماعیل د پروژې په هکله معلومات ورکړل او ویې ویل چې د دې پروژې د تطبیق کولو موخه د قرغې بند د ساتنې ، مراقبت او د بند د شاوخوا و د ویجاړېدو څخه مخنیوی دی.

د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندنې هم د اوبو او انرژي وزارت له خوا دقرغې بند په پورتنۍ برخه کې د بند د کانالونو او بند ته د ننوتلو دروازو د ساتنې او مراقبت په موخه درې نورې پروژې پلې شوې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۶:۳۱
Background image

لوګر ولایت کې د مرکز اړوند د شولک چکډم د پروژې چارې ۶۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د شولک چکډم  پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

د دغې پروژې چارې چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

بیرته تګ

User account menu