د لوګر مرستیال والي د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست څخه لیدنه وکړه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۴:۸
1

د لوګر مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور دین‌پرور د لوګر سیندیزې فرعي حوزې له رئیس، مولوي محمد اسماعیل آخندزاده او د نوموړي ریاست له کارمندانو سره ولیدل او د دغه ریاست د روانو پروژو په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

همدارنګه ښاغلي دین پرور د یادې سیندیزې حوزې د کارمندانو غوښتنې او وړاندیزونه واوریدل او هغوئ ته یې د چارو په سمه توګه د ترسره کولو په هکله اړینې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۱۳
Background image

زابل او ارزګان  ولایتونو کې د برېښنا شبکو د فعالیتونو څارنه او ارزونه ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا مارکیټ سوداګریز ریاست استازي محترم انجنیر حامد یارمل او ورسره مل تخنیکي ټیم زابل او ارزګان ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال د برېښنا شبکو د فعالیتونو څارنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۱
Background image

د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي ریاست کې د امنیت د تأمین، د نظم د ساتنې او د فعالیتونو د اغېزمنې څارنې په موخه امنیتي کامرې نصب شوې

د فاریاب ولایت مقام د شفاهي هدایت او د فاریاب د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي محي‌الدین مبارز په لارښوونه، په نوموړي ریاست کې د امنیت د تأمین، د نظم د ساتنې او د فعالیتونو د اغېزمنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۰:۲۷
Background image

بامیان ولایت کې د اوبیزې برېښنا یوې کوچنۍ دستګاه ارقام او معلومات د هغې د بیارغونې په موخه راټول شول

د مرکز زون (بامیان) د انرژي چارو د تنظیم آمریت مسؤلینو د بامیان ولایت په مرکز کې د اوبیزې برېښنا یوې کوچنۍ دستګاه ارقام او معلومات د هغې د بیارغونې په موخه راټول کړل.

نوموړې دستګاه. . .

بیرته تګ

User account menu