د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي ریاست کې د امنیت د تأمین، د نظم د ساتنې او د فعالیتونو د اغېزمنې څارنې په موخه امنیتي کامرې نصب شوې
د فاریاب ولایت مقام د شفاهي هدایت او د فاریاب د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي محيالدین مبارز په لارښوونه، په نوموړي ریاست کې د امنیت د تأمین، د نظم د ساتنې او د فعالیتونو د اغېزمنې څارنې په موخه امنیتي کامرې نصب شوې.
نوموړی سیسټم د ستونزو د رامنځته کېدو د مخنیوي او د کارکوونکو او مراجعینو لپاره د یوه خوندي کاري چاپیریال د چمتو کولو په موخه پلی شو.
