د فارياب ولايت په دوو ولسوالیو کې د باد له سرچينوڅخه د برېښنا د توليد دستګاه د جوړولو په موخه لومړنۍ سروې ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۳:۵۷
1

دشيرين تګاب ميمنې سينديزې فرعي حوزې رٸيس محترم مولوي محي الدين مبارز د اوبو او انرژي وزارت  له تخنيکي ټيم سره د باد له سرچینو څخه د برېښنا د توليد دستګاه د جوړولو دسروې او د فاریاب ولایت د کوهستان او ګرزیوان ولسوالیو د تګاب ماق، آب پران، بادګه، آب باریک او شاخ درې کلیو ته د کوچنیو اوبیزو د ستګاوو د جوړولو د سروې په موخه سفر وکړ.

همدغه راز، ښاغلي مبارز د نوموړو ولسواليو له قومي مشرانو سره وکتل او د باد له سرچينو څخه د برېښنا د توليد  دستګاه د جوړولو د سروې په هکله يې هغوى ته بشپړ معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۳:۵۷
Background image

سمنگان ولایت د دره‌ صوف بالا او دره ‌صوف پایین ولسوالیو کې د کشکک او چله ‌مزار کانالونو د پروژو د کار له جریان څخه څارنه ترسره شوه

د یادې پروژې چارې شاوخوا ۵ سلنه پرمخ تللي او د پروژې په ځینو برخو کې د ۲۸۰ مترو په اوږدوالي کانکریټ اچونه ترسره شوې ده.

د کشکک او چله‌ مزار کانالونو پروژې چارې په ټولیز ډول د ۴ کیلومتر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۴
Background image

لغمان ولایت قرغیو ولسوالي اړوند د عزیزخان کڅ بولډروال جوړونې پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي شیرجان راشدي د تخنیکي ټیم په ملتیا د پروژې له روانو چارو څخه نظارت او ارزونه وکړه. د لیدنې پر مهال د پروژې کیفیت، تخنیکي معیارونه او د کار پرمختګ له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۱۸
Background image

پکتیکا کې له لسو کلونو وروسته وچ کاریز بېرته فعال شو.

پکتیکا ولایت د ګومل ـ پکتیکا فرعي سیندیزې حوزې مسؤلین وایي، د یوسف‌خېلو ولسوالي د خیربین سیمې «ګاري کاریز» چې له تېرو لسو کلونو راهیسې وچ شوی وو،  په سیمه کې د وهل شوو برمو د بندولو له. . .

بیرته تګ

User account menu