د غور ولایت په شهرک ولسوالي کې د تنګي دهن منارې چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۱:۴۶
1

د غور ولایت په شهرک ولسوالي کې د تنګي دهن منارې چکډم پروژه د ولسوالي مسؤولینو، د نوموړې سیندیزې حوزې تخنیکي ټیم او قومي مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د نوموړي چکډم چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه، د غور سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د 3 میلیونه 300 زرو افغانیو په لګښت د یوه کورني شرکت له لورې بشپړې شوي.

دغه چکډم د سېلابونو د مخنیوي او د هغه د خطرونو د کموالي، د موسمي اوبو د راټولولو او د ځمکې لاندې اوبو د تغذیه کولو په موخه جوړ شوی، چې د 12500 مترمکعبه اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري او څه باندې 350 کورنۍ به ترې ګټه واخلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۰
Background image

په ګذرې او پښتون زرغون ولسوالیو کې د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د عادلانه وېش په موخه څارنه وشوه

د لاندني هریرود- مرغاب سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او ورسره مل تخنیکي ټیم د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د هرات ولایت په پښتون زرغون او ګذرې ولسوالیو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

بیرته تګ

User account menu