د غزني ولایت د شېر آباد سیمې چکډیم جوړولو پروژې چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوې دي
۱۴۴۸/۶/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۹/۵ هـ.ل
د غزني سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د قره باغ ولسوالي اړوند د شېر آباد سیمې چکډیم جوړولو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.
د یادې پروژې چارې چې د ۶۱ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي، تر اوسه پورې ۹۹ سلنه بشپړې شوې دي.
دغه چکډیم د ۷۱ متره په اوږدوالي او د ۸ متره په لوړوالي سره جوړېږي، چې ګټې ته په سپارلو به یې د واورې او باران اوبه زېرمه او د ځمکې لاندې اوبه هم تغذیه شي.
