د اوبو او انرژي وزارت په مقر کې علمي او اصلاحي غونډه ترسره شوه

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۶:۵۲
۱

 

 

۱۴۴۸/۶/۱۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۹/۴ هـ.ل

د اوبو او انرژي وزارت دغونډو په تالار کې د محترم الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د (١٤٠٥)کال د دیني زده‌کړو آزموينې د ممتازو کارکوونکو لپاره د ستاینلیکونو د وېش علمي او اصلاحي غونډه تر سره شوه.

په یاده غونډه کې د اوبو او انرژي وزير محترم الحاج ملا محمد يونس اخندزاده صاحب، معین صاحبانو،سلاکار صاحبانو،رئیس صاحبانو او د وزارت کارکوونکو ګډون کړی وو.

وزير صاحب د غونډې ګډونوالو ته وویل چې ټینګ ایمان،پخه عقيده، اطاعت او ریښتینولي د اسلامي نظام د بریالیتوبونو له مهمو عواملو څخه دي او کارکوونکي يي د اسلام د سپیڅلي دین د لارښوونو مراعاتولو، د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د سیرت او سنتو پيروي، د دیني او عصري علومو زده کړې او د دین او هیواد پر وړاندې د خپلو مسؤولیتونو د تر سره کولو په موخه وهڅول.

همدارنګه هغه د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمانونو او احکامو پر اطاعت او د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پر اهمیت ټینګار وکړ.

د دغې غونډې په پای کې هغو ممتازو کارکوونکو ته ستاینلیکونه ورکړل شول چې د دعوت او ارشاد د ښوونیز نصاب په لومړي پړاو آزموینه کې یې لوړې نمرې ترلاسه کړې وې.

یاده غونډه د دعائیې په ویلو سره پای‌ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۶:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزارت په مقر کې علمي او اصلاحي غونډه ترسره شوه

 

 

۱۴۴۸/۶/۱۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۹/۴ هـ.ل

د اوبو او انرژي وزارت دغونډو په تالار کې د محترم الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د (١٤٠٥)کال د دیني زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۳۹
Background image

په لوګر ولایت کې دوه پروژې د شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې

 

۱۴۴۸/۶/۱۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۹/۴ هـ.ل

په لوګر ولایت کې د وزیر کلي کانال پروژه او په بابوس سېمه کې د شولک چکډیم پروژه د شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او د لوګر سیندیزې فرعي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۴:۴۲
Background image

د سرپل ولایت د بحر عمیق ترناب او کانال پروژې چارې ۸۲ سلنه بشپړې شوې دي

 

۱۴۴۸/۶/۱۴ هـ.ق مطابق۱۴۰۵/۹/۴ هـ.ل

د سرپل سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د سوزمه‌قلعې ولسوالي اړوند د بحر عمیق ترناب او کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو پر لا ښه. . .

بیرته تګ

User account menu