د شاه او عروس بند پروژې د پاتې چارو له بهیر څخه چې د دغه بند د بشپړوالي او غوره‌والي په موخه نوې اضافه شوې، څارنه وشوه

MEW-Media
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۹:۳۵
1

د اوبو پروژو د کیفیت د کنټرول رئيس محترم الحاج محمد جمیل سحیقي او ورسره مل د وزارت څارنیز ټیم شاه او عروس بند ته د ننوتلو سړک د جوړېدو، استنادي دېوالونو، د ټرانسونو د بنسټ، کېندنې او د استنادي دېوالونو د ډکونې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او قراردادي شرکت مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د دغې پروژې پاتې چارې دې ډير ژر بشپړې کړې.

په ورته مهال، د قراردادي شرکت مسؤلینو ژمنه وکړه، چې د نوموړې پروژې پاتې چارې به ډیر ژر بشپړې کړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۱۳
Background image

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست جومات بیا رغول کېږي

۱۱ رمضان ۱۴۴۷ مطابق ۹ حوت ۱۴۰۴ هـ ش

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست جومات د اتیا متره مربع مساحت په درلودلو سره چې  د دغه ریاست په انګر کې موقعیت لري، د دغه ریاست د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۰:۲۹
Background image

د هریرود – مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس د هرات ولایت د کروندګرو له یو شمېر استازو سره وکتل

د هریرود – مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا د ګذرې ولسوالي د کروندګرو له یو شمېر استازو سره وکتل او د هریرود له سیند څخه د اصولو خلاف شګو را اېستلو او خپل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۰
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د بلخ له والي سره په لیدنه کې د دغه وزارت د پروژو د پلي کولو په هکله خبرې وکړې

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب په مشري پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر پرمهال په داسې حال کې چې د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر رفیع الله. . .

بیرته تګ

User account menu