د خوست ولایت ګربزو ولسوالي د لېژي ذخیروي بند د لومړنیو چارو له بهیر څخه لیدنه وشوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۶:۲۰
1

د خوست والي مولوي عبدالقیوم روحانی، د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس، مولوي عبدالقیوم ثابت؛ د ولایت مقام د دفتر رئیس رحمت الله سوبمن، د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي میرصاحب جان، د نوموړې سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم او یو شمېر سیمه اییزو مسؤولینو او مشرانو په ملتیا د خوست ولایت ګربزو ولسوالي اړوند د لېژي سیمې ذخیروي بند د لومړنیو چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې نوموړی ذخیروي بند د ۵۱ متره اوږدوالي، د پلنوالي اندازه یې په بېخ کې ۳۹ متره او په پورتنۍ برخه کې ۴.۲۰ سانتي متره او ۱۶ متره لوړوالي په درلودلو سره د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د څه د پاسه ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.

نوموړی ذخیروي بند د ۹۵ زره متر مکعبه اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري او چارې به یې د یو کال په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

بیرته تګ

User account menu