د ترکي شرکتونو د یوې ډلې استازو د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۰
1

د اوبو او انرژي وزارت د پانګونې د جذب رئيس محترم انجنیر داد محمد زرمتي د خپل کار په دفتر کې د شپږ ترکي شرکتونو له یو شمېر استازو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د ترکي شرکتونو استازو له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژي د تولید او په افغانستان کې د اوبو د مدیریت په پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړه.

د اوبو او انرژي وزارت د پانګونې د جذب رئيس په پروژو کې د پانګونې د بهیر په هکله اړین معلومات له هغوی سره شریک کړل او ډاډ یې ورکړ، چې اوسمهال په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو ده او دغه وزارت هم د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګوالو د پانګونې هر کلی کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۵۲
Background image

هرات ولایت کې د یوه چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د هریرود – مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا او د هرات د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او ورسره مل د نوموړو ریاستونو ګډ تخنیکي ټیمونو د دغه ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۴۶
Background image

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د بدخشان له والي سره وکتل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل د دغه ریاست تخنیکي سلاکار بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي محترم الحاج مولوي محمد اسماعيل غزنوي سره یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۱:۲۶
Background image

د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي رئیس د شیرین تګاب ولسوالي يوشمېر قومي مخورو او متنفذینو سره وکتل.

د فاریاب د اوبو او انرژي رئیس، محترم الحاج مولوي محی‌الدین مبارز د شیرین‌ تګاب ولسوالي له یو شمېر سپین‌ ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل. په دې لیدنه کې د یادې ولسوالي د اوبو د کمښت ستونزې. . .

بیرته تګ

User account menu