د بېلابېلو موضوعاتو د څېړلو په هکله د انرژي معینیت اداري او تخنیکي ناسته ترسره شوه

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۷ - ۱۲:۳۷
۱

 

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم ملا عبدالقاهر ادریس تر مشرې لاندې د رئيسانو او د یاد  معینیت د تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د څو اړینو اداري او تخنیکي موضوعاتو لکه: د انرژي مدیریت د طرحې د وروستي کولو، دکلیو پراختیا وزارت سره  د انرژي د تولید د وړو پروژو د پلې کولو په هکله د همغږیو د پایلو څېړلو او له څېړنیزو ټاورنو څخه د معلوماتو د را ټولولو په هکله د اجراآتو راپور د څېړلو او نورو اړوندو موضوعاتو لکه د ټاورونو نصبولو، لېږد او ترمیم په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم ملا عبدالقاهر ادریس د یادو موضوعاتو تر هر اړخیزې څېړنې وروسته، د چارو دغوره پرمخ وړلو په پار اړوندو مسؤلینو ته مشخصي دندې وسپارلې.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu