د برېښنا مارکیټ سوداګریز رئيس کندز ولایت ته د برېښنا رسولو شرکتونو د چوپړتیاوو د ارزونې په موخه سفر وکړ

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۳:۴۹
1

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا سوداګریز مارکیټ رئيس محترم انجنیر همت الله امین زي او ورسره مل ټیم کندز ولایت ته د برېښنا رسولو شرکتونو د چوپړتیاوو د ارزونې په موخه کندز ولایت ته سفر وکړ او د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومی رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، دواړو لورو په کندز ولایت کې د برېښنا رسولو شرکتونو د چوپړتیاوو د ارزونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه او په دې برخه کې یې یو بل ته د همکاري ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۵:۲۶
Background image
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د بدخشان له والي سره وکتل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم ...

بیرته تګ

User account menu