د اوبو معینیت په اونیزه تخنیکي ناسته کې د سطحي اوبو او ځمکې لاندې اوبو سرچینو ریاستونو د کړنو راپور و ارزول شو

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۳:۷
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر رهبري لاندې د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او متخصصینو په شتون کې ترسره شوه.

د دغې ناستې په بهیر کې د د سطحي اوبو او ځمکې لاندې اوبو سرچنیو ریاستونو د ۱۴۰۲ لمریز کال د کړنو راپور او د ۱۴۰۳ لمریز کال کاري پلان تر ارزونې لاندې ونیول وشو او د اجراآتو د څرنګوالي او په دې برخه کې د شته ننګونو د هوارولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

همدارنګه د اوبو معینیت په دغه اونیزه تخنیکي ناسته کې د آمو سیند د څنډو د تحکیماتو په هکله هم خبرې، اترې وشوې او اړین تصمیمونه ونیول شول.

د اوبو محترم معین د نوموړو موضوعاتو په هکله د رئيسانو او متخصصیونو د اندونو او وړاندیزونو تر اورېدلو وروسته، د چارو د غوره پرمخ وړلو په هکله اړوندو مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې او د کاري پلان په جوړولو کې د مشخصې موخې پر درلودولو باندې یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۲۳
Background image

پکتیا ولایت کې د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي اړوند د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۱:۳۵
Background image

د اوبو او انرژي وزیر تخار ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژې د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې چې د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۸:۵۸
Background image

لوګر سیندیزه فرعي حوزه کې د اوبو د تنظیم، ساتنې او د ځمکې لاندې اوبو د غیر قانوني را ایستلو د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبیر تر مشري لاندې د ژورو څاګانو د کېندونکو او د برمو د مالکینو په شتون کې ترسره او پکې د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د کمېدو، د. . .

بیرته تګ

User account menu