د اوبو معینیت د غونډو په تالار کې د لوګر ولایت د مس عینک پروژې د تخنیکي ستونزو د هوارولو په موخه تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۹:۱۱
1

دغه ناسته د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د رئيس محترم انجنیر عزیز الرحمن عزیز، د کانونو او پټرولیم وزارت د مس عینک پروژې د رئيس محترم انجنیر حمیدالله حبیبي، د ځمکې لاندې اوبو د تحلیل آمر محترم انجنیر منصور میرزاد، د مس عینک د قراردادي شرکت رئيس او یو شمېر کورنیو او بهرنیو متخصصینو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د ځمکې لاندې اوبو د څېړنو پلان د غوره پلي کولو د ستایلو ترڅنګ د تخنیکي موضوعاتو د هوارولو په موخه هر اړخیز بحث ترسره شو، چې د تخنیکي اندونو تر تبادلې وروسته، قراردادي شرکت د رامنځته شوو ستونزو ته د رسیدګي ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۰
Background image

په ګذرې او پښتون زرغون ولسوالیو کې د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د عادلانه وېش په موخه څارنه وشوه

د لاندني هریرود- مرغاب سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او ورسره مل تخنیکي ټیم د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د هرات ولایت په پښتون زرغون او ګذرې ولسوالیو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

بیرته تګ

User account menu