د اوبو او انرژي وزیر د ۸۴۵ میګاواټه برېښنا تولیدولو تړونونو د لاسلیکولو په مراسمو کې د برېښنا د تولید په برخه کې د بهرنۍ اتکا کچې پر کمولو باندې ټینګار وکړ.

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۹:۱۱
1

۲۳شعبان ۱۴۴۷ هـ ق مطابق۲۲ دلو ۱۴۰۴ هـ ش

 

د افغانستان برېښنا شرکت او عزیزي ګروپ ترمنځ نن (چهارشنبه) په پلازمېنه کابل کي د ۸۴۵ مېګاواټه برېښنا تولیدولو د پنځو پروژو تړونونو د لاسلیک په مراسمو کې د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده وویل، چې د اسلامي امارت او خصوصي سکټور ترمنځ ګډې همکارۍ د هېواد د اقتصادي ځان‌ بسیاینې بهیر ګړندی کړی دی.

ښاغلي آخندزاده څرګنده کړه، چې اسلامي امارت هڅه کوي د کورنیو سرچینو څخه په اغېزمن ډول ګټه واخلي او د برېښنا د تولید په برخه کې د بهرنۍ اتکا کچه راکمه کړي. د نوموړي په وینا، دا ډول پروژې نه یوازې د برېښنا انرژي اړتیاوې پوره کوي، بلکې د کارموندنې فرصتونه هم رامنځته کوي او د هېواد اقتصادي ثبات پیاوړی کوي.

هغه زیاته کړه، چې اوس مهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره تر بل هر وخت مناسب فرصتونه برابر شوي دي او امارت هڅه کوي پانګوالو ته آسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو هغوی وکولای شي په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونه وکړي. نوموړي پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی د پانګو د خوندي ساتلو او ملاتړ لپاره به لازم ګامونه پورته شي.

د اوبو او انرژي وزیر د عزیزي ګروپ د مشر هڅې او پانګونه وستایله او ویې ویل، چې د اسلامي امارت او خصوصي سکتور ترمنځ همکاري د هېواد د بنسټیزو پروژو په پلي کولو کې مهم رول لري. هغه د یاد ګروپ سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې دا ډول پروژې به د افغانستان د انرژي سکتور د پراختیا لپاره مهم بدلونونه رامنځته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

بیرته تګ

User account menu