د اوبو او انرژي وزیر د پلتوني بند له روانو چارو څخه لیدنه وکړه

mew-admin
جمعه ۱۴۰۴/۱۲/۲۲ - ۱۹:۱۸
۱

٢٤/ رمضان /١٤٤٧

٢٢/ حوت/ ١٤٠٤

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده،په داسې حال کې چې د وزارت د انجینري خدماتو عمومي رئیس انجینر اسدالله عمار او د پکتیکا د سیندیزې حوزې رئیس قاري فتح محمد ذاکر یې ملتیا کوله،د پکتیکا ولایت د پلتوني بند له روانو چارو څخه لیدنه وکړه،او مسئولینو ته یې د چارو د لا ښه والي په هکله اړینې لار ښوونې وکړې.

یاده دې وي چې د پلتوني بند پر جوړولو باندې، د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه ٨٥١ میلیونه افغانۍ لګښت راځي،د نږدې ٢٥ میلیون متر مکعبه اوبو د ذخیره کولو،٢٥٠٠ هکتاره کرنیزه ځمکه د خړوبولو او ٩٣٥ کیلو واټه برېښنا د تولید ظرفیت به  ولري.

تر دې مهاله یې ٢٦ فیصده ساختماني چارې بشپړې شوې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

ارزګان ولایت کې د ګوهرګین کانال د ټینګښت پروژه د ۹۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالي اړوند د ګوهرګین کانال پروژه د ۹۰زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي خلیل الرحمن عمري او یو شمېر نورو سیمه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار ولایت کې د یوې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزیر په شتون کې د ۱۱۰ میلیونه افغانيو په لګښت پیل شوې

د کندهار ولایت د کښته میوند ولسوالي په بند تیمور سیمه کې د یوې پروژې چارې د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، انجنیر اسدالله عمار، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۳:۱۳
Background image

بلخ ولایت کې د آمو سیند د انشعابي چینلونو د بندولو پروژه پیل شوه

د بلخ ولایت د شورتپې ولسوالي اړوند د پتلي ایلاق په سیمه کې د آمو سیند د انشعابي چینلونو د بندولو پروژې چارې د آمو سیند څنډو د ټینګښت ریاست د ماشینرۍ، مالي امکاناتو او تخنیکي ټیم په. . .

بیرته تګ

User account menu