د اوبو او انرژي وزارت کارمندانو ته د معلوماتي ټکنالوژي په برخه کې روزنیز پروګرام ترسره شو

د اوبو او انرژي وزارت د معلوماتي ټکنالوژي ریاست له لوري د یاد وزارت یو شمېر کارمندانو ته د معلوماتي ټکنالوژي په برخه کې روزنیز پروګرام ترسره شو.
په دې روزنیز پروګرام کې د انټرنیټي ستونزو هوارول، د اڼترنیټ امنیتي مسایلو روزنه، د اطلاعاتو خوندي ساتل او د رسمي برېښنالیکونو کارول شامل دي، چې په میاشت کي یو ځل ترسره کېږي او د یو کال لپاره به دوام ولري.
د یادونې وړ ده، چې نوموړی پروګرام د کارمندانو د ظرفیت لوړولو او په اداري چارو کې د اسانتیاوو راوستلو په موخه ترسره شوی دی.