د اوبو او انرژي وزارت پیژندنه

معرفي کول

د برښنا د تولید لومړنۍ دستګاه د امیر حبیب الله خان په زمانه کې په جبل سراج کې ورغول شوه، د دې دستګاه د جوړیدو موخه کابل ته د برښنا لیږد وو چې په لومړي سرکې ولسمشرۍ ماڼۍ او د یوشمیر لوړ پوړو چارواکو کورونه او ارګ ته نږدې کورونه د برښنا له رڼا څخه برخمن شول.

له همغه پیل څخه د محمد ظاهر شاه تر پادشاهي پورې، د برښنا موضوع د برښنا شرکت له لوري چې په هغه وخت کې رامنځته شوی وو، پرمخ وړل کیده.

د ماهيپر، نغلو او د وردګو د چک برښنا د بندونو په جوړیدو سره په هیواد کې د برښنا د تولید کچه زیاته شوه، په دې وخت کې له دغه شبکو څخه د برښنا د لیږد کار چټک شو او په کابل ښار کې د برښنا د ویش لړۍ پراخه شوه.

خو په هیواد کې د اوبو مسئله؛ د اوبو مسئله په هغه وخت کې د کرهڼې او اوبو لګونې وزارت له لوري مدیریت کیدله چې، زیاته برخه په کې د کرهڼې مسایل په پام کې نیولی و.

نو له همدې امله ترهغه وخته پورې د هیواد د اوبو څخه د کرهڼې او صنعت په برخه د ګټې اخیستنې او تنظیم په موخه هیڅ څیړنه نه وه شوې.

تر دې پورې چې په څلویښتمه لسیزه کې د هلمند او ارغنداب له سیند څخه د استفادې او پراختیا په موخه له امریکا هیواد سره تړون لاسلیک شو.

له دې وروسته په عملي توګه امریکایی کارپوهانو د هلمند د کجکي او ارغنداب د ډهلې د بندونو د رغونې په عملي کار پیل وکړ او تر ګټې اخیستنې پورې یې په دې برخه کې حضور درلود.

بیا له دې وروسته د اوبو د ارزونې هغه هایدرولوژیکي استیشنونه چې، په دغه سیندونو لګول شوي وو، په رسمي ډول د افغان دولت د (کرهڼې وزارت) ته تسلیم کړل.

په دې وخت کې انجنیر میرمحمداکبر (رضا) د کرهڼې وزارت مرستیال چې د هایدرولوژیکې سټیشنونو په ارزښت پوهیده او په هیواد کې یې د روانو اوبو په هکله پوره معلومات لرل، د کرهڼې وزارت په چوکاټ کې یې د کندهار د هایدرولوژي تر نامه لاندې نوی مدیریت رامنځته کړ.

د هغو کسانو  له تجربو څخه چې د هایدرولوژیکي  پروژو په جوړیدو کې یې له امریکایي کارپوهانو سره اوږه په اوږه کار کړی او پدي برخه کې یې خورا تجربه ترلاسه کړې وه په دندو وګمارل شول.

چې په دغه ګام سره په لومړي ځل د هیواد په تاریخ کې د هایدرولوژی په ډګر کې په عملي ډول یی د بنسټ کیښودل شوه او دا برخه په لومړي ځل د افغاني انجنیرانو له لوري پرمخ وړل کیده.

د هایدرولوژیکي مدیریت په رامنځته کیدو سره لومړی په کندهار ولایت او له هغه وروسته د ډیرو پراختیایی پړاونو په تیرولو سره په دې وتوانیده چې، په مرکز او یو شمیر ولایتونوکې یې خپل فعالیت د افغانستان د اسلامی جمهوریت د اوبو او برښنا وزارت ترنامه لاندې اداری تشکیل رامنځته کړي او خپلو کارونو ته لا پراختیا ورکړي.

همدارنګه د هیواد د جنوب لویدیځو ولایتونو سیندونو ته د هایدرولوژي د مدیریت پراختیا سره د دې ادارې د فعالیتونو لمن نورو ولایتونو ته هم وغځول شوه، چې همدې فعالیتونو د هیواد د کرهڼې د هغه وخت وزارت دی ته اړکړ ترڅو پخپل تشکیل کې د اوبو او خاورې د سروې ریاست رامنځته کړي.

د یاد ریاست دفتر هم د کابل په دهمزنګ سیمه کې د کار کوونکو د اتحادیې په اړونده ودانۍ کې پرانستل شو، هغه مهال د دې ادارې مشري ښاغلي انجنیر جمعه محمد (محمدي) کوله چې بیا وروسته د اوبو او برښنا د وزارت  د لومړني وزیر ویاړ هم د نوموړي په برخه شو.

د اوبو او خاورې د سروې ریاست په لږ وخت کې وکولی شول د هایدرولوژیکي سروې ترڅنګ د ټول هیواد په سیندونو او نورو مهمو څانګو کې لکه خاوره پیژندنه، توپوګرافي د ځمکې لاندې اوبو د زیرمو ډیزاین او چمتوکول، دا کار دهغو کارپوه انجنیرانو په واسطه چې په هیواد اوله هیواد څخه بهر یې لوړې مسلکي زده کړې کړې وې ترسره شو او په همدې موخه په یاد ریاست کې په دنده وګمارل شول، له هماغه وخته د هیواد د اوبو په برخه کې ډیر مهم او د ستاینې وړ کارونه تر سره شول، له دې وروسته د اوبو او خاورې د سروې ریاست له دهمزنګ څخه د کرهڼې او اوبو لګولو وزارت اوسني ځای ته چې د کابل ښار په جمال مینه کې موقعیت لري ځای پرځای شو.

په دغه موده کې د انجنیرانو او داخلي کارکوونکو له لوري او د دوی په پوره ملاتړ د اوبو په برخه کې د مهمو لاسته راوړنو ترڅنګ د ټولګټو پروژو د تړونونو زمینه برابره شوه لکه، د غزني د سردې بند، د ننګرهار د اوبو لګولو کانال، د پروان پروژه، د کندز د خان آباد پروژه او د ګورګان چار درې کارونه په عملي ډول ترسره او بشپړ شول، همدا رنګه د لسګونو هایدرولوتخنیکي پروژو د سروې کارونه لکه:- د خوش پروژه، د سلما بند، د کوګان سیند، د کابل میدان تنګي، د کامې پروژه، د ګمبیري دښته، د ارغنداب په سیند د دوم بند او په لسګونو نورې پروژې تر کار لاندې ونیول شوې.

د پنځوسمې لسیزې په پیل کې د ظرفیتونو لوړولو سره د اوبو او خاورې د سروې په ریاست کې د اوبو لګونې او د اوبو د سرچینو عمومي ریاست رامنځته شو او د یاد ریاست دفتر لومړنیو مکروریانو ته ولیږدول شو.

له هغه وروسته چې په هیواد کې جمهوري نظام رامنځته شو، د برښنا عمومي ریاست بیا د اوبو لګولو او د اوبو د سرچینو اداره د برښنا وزارت ترنامه لاندې د سردار محمد داود خان په حکومت کې په کار پیل وکړ او د  ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور( غویي) د اوومې تر کودتا پورې یې دوام وکړ.

د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور( غویي) د اوومې کودتا لکه څنګه چې د هیواد نورې ټولې برخې ګډې وډې کړې د اوبو او برښنا وزارت هم په امان کې پاتې نشو، د خلق ګوند انقلابی شورا منصور «هاشمي» د اوبو او برښنا د وزیر په توګه په دنده وګماره او د هغه ګمارنه په هیواد کې د اوبو او برښنا د برخې د کارونو د دریدلو پیل و، تر دې پورې چې، د دې وزارت زیاتره علمي او مسلکي کادرونه اړ شول ترڅو خپله دنده پریږدي.

له څه مودې وروسته په ګوند کې د داخلي تغیراتو له امله منصور (هاشمي) له وزارت څخه ګوښه او پرځای یې رازمحمد(پکتین) وګمارل شو چې نوموړي هم ونشو کولی چې کار وکړي، لږ وروسته احمدشاه (سرخابی) چې وړاندې یې په همدې وزارت کې د تخنیک د مدیر دنده پرغاړه لرله د وزیر په توګه معرفی شو، دا هغه وخت و چې، د اوبو او انرژۍ وزارت دفتر د حبیبیې لیسې شاته د (ICA) ودانۍ ته لیږدول شوی و، له احمد شاه (سرخابي) وروسته انجنیر غفور رحیم د اوبو او برښنا وزارت مسئولیت پرغاړه لاره.

د اسلامي انقلاب تر بریالي کیدو وروسته د ۱۳۷۱ لمریز کال د ثور(غویې )په میاشت کې کله چې سیاسي واک مجاهدینو ته ګوتو ته ورغی مولوي شاهرخ (ګران) د اوبو او برښنا وزارت د وزیر په توګه معرفی شو، په دې وخت کې په کابل کې خپل منځي جګړو زور واخیست او د اوبو او برښنا وزارت مقام د لږ وخت لپاره د مخابراتو وزارت اوسنۍ ودانۍ ته ولیږدول شو چې، له بده مرغه له همدې امله د دې وزارت یو زیات شمیر مهم اسناد او  ارزښتمند آثار چې د اوبو او برښنا وزارت جنسی هستي وه او په ذخیرې پورې اړوند وو له منځه لاړل او ورک شول، تر دې وروسته انجنیر محمد آیوب د اوبو او انرژۍ وزارت وزیر وټاکل شو، ورسره د وزارت مقام هم د دې وزارت اړوند ودانۍ ته چې په بادام باغ کې موقعیت لري انتقال شو.

د طالبانو د واکمنۍ په رامنځته کیدو سره د اوبو او برښنا وزارت مولوي محمدجان ته وسپارل شو او دغه وزارت د نورو وزارتونو په څیر له پوره ناکامۍ سره مخ شو.

د طالبانو د واکمنۍ له ختمیدو وروسته د موقتې ادارې په رامنځته کیدو سره د اوبو او برښنا وزارت چارې منګل حسین ته ورپه غاړه شوې، تر هغه وروسته د دې وزارت مسئولیت شاکر(کارګر) ته وسپارل شو، وزارت له بادام باغ څخه اوسني ځای ته چې د دارالامان پر سړک موقعیت لري ولیږدول شو.

د موقتې او انتقالي دورې په پای ته رسیدو سره او د ښاغلي حامد کرزي د انتخابی حکومت په جوړیدو سره ښاغلی امیرمحمد اسماعیل خان وروسته له هغه چې د ملي شورا رایه یې ترلاسه کړه د اوبو او برښنا وزارت د وزیر په توګه معرفي شو او تر ۱۳۹۲ کال پورې یې دوه دورې د هیواد د اوبو او برښنا وزارت وزیر په توګه پاتې شو.

له امیر محمداسماعیل خان وروسته ښاغلي محمدعارف (نورزي) د اوبو او برښنا وزارت د وزیر په توګه دنده ترسره کړه.

د ملي وحدت د حکومت په رامنځته کیدو سره ښاغلی انجنیر علی احمد عثمانی وروسته له هغه چې د ملي شورا رایه یې تر لاسه کړه د اوبو او انرژۍ وزارت د وزیر په توګه وګمارل شو، چې نوموړي د خپل کار له پيل څخه په دې وزارت کې سترکارونه ترسره کړل لکه:- د بندونو او د اوبو او انرژی لپاره د ساتلو ځایونه، د اوبو د زیربناو د جوړولو په موخه له موسسو او نړیوالو تمویل کوونکو هیوادونو سره ستر تړونونه لاسلیک شول.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د (۵۳۷) ګڼه فرمان په اساس په کال2/4/1397نیټه ښاغلی انجنیر محمد ګل خَلمي د اوبو او انرژۍ وزرات د سرپرست وزیر په توګه وټاکل شو.

User account menu