د اوبو او انرژي وزارت په انګړ کې د ګلونو د کښېنولو چارې پیل شوې
د اوبو او انرژي وزارت په انګړ کې د ګلونو د کښېنولو چارې د انرژي معینیت د دفتر آمر محترم مولوي بسم الله حیدري او د اوبو او انرژي وزارت د اداري ریاست د ساتنې او مراقبت آمر محترم فضل الرحمن زرمتي په شتون کې پيل شوې.
په ټوله کې ۳۰۰ بېلابېل ګلونه د وزارت مقام د ودانۍ مخې ته او د انرژي معینیت د ودانۍ مخې ته د ساتنې او مراقبت د کارمندانو له لوري کښېنول کېږي، ترڅو د دغه وزارت د انګړ چاپيریال ښکلی شي.