د اوبو او انرژي وزارت له لوري د لوګر ولایت په سفید سنګ کلي کې د ۲۰۰۰ کورنیو لپاره د برېښنا رسونې پروژه پیل شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۲:۳۷
1

دغه پروژه د ۳۱ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د لوګر ولایت په سفید سنګ کلي کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالطیف منصور، د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب، د لوګر مرستیال والي محترم مولوي محمد انور دین پرور، د لوګر د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي رئيسانو او د سیمې د ګڼ شمېر اوسېدونکو په شتون کې پرانیستل شوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغې پروژې په پرانیست غونډه کې وویل، چې د اسلامي امارت مسؤلین شپه او ورځ مسؤلانه په لږو امکاناتو سره د خلکو د هوساینې او هېواد د پراختیا لپاره هڅې کوي، له همدې کبله له خلکو څخه هم تمه ده، چې د دغه نظام په ارزښت پوه شي او له مسؤلینو سره همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه، چې اسلامي امارت د اقتصادي پرمختګ په برخه کې اغېزمن او ارزښتناک ګامونه پورته کړې او په بېلابېلو برخو کې ګڼې پروژې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پلې کړې دي.

ښاغلي منصور ټینګار وکړ، چې اوسمهال له هره پلوه د پانګونې او هېواد ته د خدمت کولو لپاره زمینه چمتو شوې او هغه مهال را رسېدلی چې د هېواد پانګوال او سوداګر افغانستان ته را ستانه شي او د دغه هېواد په آبادۍ کې ونډه واخلي.

همدارنګه، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغې پروژې پلي کول د محمد آغې ولسوالي د خلکو لپاره اړین وبلل او یادونه یې وکړه، چې د اوبو او انرژي وزارت له لوري به په راتلونکي کې په  لوګر ولایت کې د اوبو او انرژي لا زیاتې پروژې پرانیستل شي.

له بلې خوا، د لوګر مرستیال والي د دغې پروژې پلي کول د محمد آغې ولسوالي د خلکو لپاره حیاتي وباله او له خلکو څخه  یې وغوښتل چې د دغې پروژې د پلي کولو په برخه کې همکاري وکړي.

په ورته مهال، د پایدارې انرژي عمومي رئيس محترم مولوي عبدالرحمن رحماني د پروژې په هکله په تخنیکي ډول معلومات وړاندې کړل او یادونه یې کړه، چې دغه پروژه به د یو کال په ترڅ کې بشپړه شي او د څه باندې یو میګا ولټ امپیر وړتیا په درلودلو سره به کابو ۲۰۰۰ کورنۍ د برېښنا رسونې تر پوښښ لاندې راولې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu