د اوبو او انرژي وزارت د کارمندانو د وړتیا لوړونې په موخه د "پروژې مدیریت بنسټونه" تر سرلیک لاندې ښوونیزه برنامه جوړه شوه

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۷:۲۲

د کارمندانو د ړوتیا لوړونې برنامو په لړ کې، یوه ښوونیزه برنامه د "پروژې مدیریت بنسټونه" تر سرلیک لاندې د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي ریاست تر چتر لاندې د کارکوونکو د چارو ریاست له لوري په لاره واچول شوه.

 د دغه پړاو ګډونوال د پروژې مدیریت، برنامه جوړونه، د لګښت د کنټرول او وخت د ډولونو او د کیفیت ډولونو له غوره‌والي سره پېژندګلوي ومونده، چې د اجراآتو د غوره‌والي او غوره چوپړتیاوو وړاندې کولو په برخه کې به اغېزمن و اوسي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه ډول برنامو جوړول د دغه وزارت د کارمندانو د کړو وړو د غوره‌والي او د چوپړتیاوو وړاندې کولو په برخه کې اغېزمن رول لري او د دغه وزارت د کارکوونکو چارو د ریاست له لوري به یې ترسره کول دوام ومومي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu