د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام او د بغلان ولایت مقام ترمنځ د ۵۰۰ کیلو ولټ لېږد مزي پروژې د ننګونو د هوارولو او د چارو د چټکتیا په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۵۴
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې په داسې حال کې چې د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب او د انرژي سکتور یو شمېر رئيسانو هم ګډون درلود، د بغلان له والي محترم مولوي عبدالرحمن حقاني سره وکتل.

په دغه ناسته کې، په بغلان ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو په ځانګړې توګه له خواجه الوان دښتې د کابل تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ لېږد مزي پروژې چارو د چټکتیا او ننګونو د هوارولو په هکله بحث او د اندونو تبادله ترسره شوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړې پروژې پر حیاتي ارزښت ټینګار وکړ او په خپلو خبرو کې د پروژې د ستونزو د هوارولو د حل لارو چارو او د چارو چټکتیا ته اشاره وکړه. هغه، همدارنګه د بغلان والي ته ډاډ ورکړ، چې د دغه وزارت په پلان کې د اوبو او انرژي ډیرې پروژې په بغلان ولایت کې شاملې دي، چې په راتلونکي کې به د اړینو امکاناتو په چمتو کېدو سره د هغوی د پلي کولو په ځانګړې توګه د کیله ګي بند د پلي کولو لپاره اړین اقدامات تر لاس لاندې ونیول شي.

په ورته مهال، د بغلان والي د ۵۰۰ کیلو ولټ لېږد مزي پروژې د ننګونو د هوارولو په برخه کې د وزارت رهبري مقام ته د اړینو همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu