د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقاماتو د لغمان ولايت د شاهي کانال د پروژې په هکله د هغه ولايت له والي سره خبرې وکړې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۱ - ۱۶:۲۷
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزير محترم ملا عبداللطيف منصور او د دې وزارت د انرژي معين محترم ملا عبدالقاهر ادريس د لغمان ولايت له والي محترم قاري زين العابدين عابد او د هغه ولايت له يو شمېر سيمه ييزو مسئولينو سره وکتل.

په دې ليدنه کې، د لغمان والي د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام څخه د شاهي کانال پروژې ته د دوى د پاملرنې په پار قدردانۍ او مننه وکړه او د يادې پروژې د عملي چارو د پيل لپاره يې د لا زياتي همکاري غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزير د لغمان والي ته  ډاډ ورکړ چې ياده پروژه د هغې د اساسي او عامو ګټو په پار د اوبو او انرژي وزارت د کارونو په لومړيتوب کې ده او عملي چارې به يې هم په  راتلونکي کې د پراختيايي بودجې تر منظورېدو وروسته پيل شي.

همدارنګه د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د خپلو خبرو په دوام  کې  وویل چې  د پراختیایي بودجې د کمښت په صورت کې بیا هم د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام هڅه کوي چې په دې پروژه کې د پانګونې زمینه چمتو کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

په پکتيا ولايت کې د سورکي شاهي کوټ چکډيم چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۵ هـ.ل

د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست مسؤلينو د روحاني ولسوالي اړوند د سورکي شاهي کوټ چکډيم پروژې د ودانيزو چارو له بهير څخه څارنه وکړه.

د ياد چکډيم چارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۳۶
Background image

د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې

۵/۵/ ۱۴۴۸هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۵ هـ.ل

په هلمند ولايت کې د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې چې په بېلا بېلو برخو کې په چټکۍ روانې دي، شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به يې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۲۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند او د یوه چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۳ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۳ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د خروار ذخیروي بند او د اوبوکه غونډي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو پر چټکتیا باندې. . .

بیرته تګ

User account menu