د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس کاپيسا ولایت ته سفر وکړ

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۸:۵۷
1

د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مولوي ګل رحمن عارف کاپیسا ولایت ته سفر وکړ او د کاپیسا د اوبو او انرژي له رئيس محترم انجنیر کاوه خروش سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د امر باالمعروف او نهي عن المنکر قانون د پلي کولو، د ښوونیز نصاب د تدریس، د امیر د اطاعت او یو شمېر نورو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

همدارنګه، د دعوت او ارشاد رئيس اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې د روانې اونۍ په بهیر کې دې د قربانۍ احکام او آداب تدریس شي او د سیرت النبي صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّم کتاب ۱۵ ټوکه یې د کاپيسا د اوبو او انرژي ریاست ته ورکړه، ترڅو پر کارمندانو باندې ووېشل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu