د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا مارکیټ حقوقي رئیس د شمال زون د انرژي کمیټې له مسئولینو سره وکتل

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۹:۳۹
1

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا مارکیټ حقوقي رئیس الحاج محمد حارث زرمتي او ورسره مل تخنیکي ټیم د شمال زون د انرژي کمیټې له مسئولینو سره د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس انجنیر رفیع الله مجتبی، د شمال زون د انرژي چارو د تنظیم آمر، د بلخ ولایت مقام او د صنعت او سوداګریو ریاست استازو او یو شمیر نورو سیمه ییزو مسئولینو په شتون کې وکتل او هغو شرکتونو ته چې د برېښنا انرژي د تولید، وېش او لیږد په برخو کې فعالیت کوي، د فعالیت د جوازونو ورکولو د پروسې په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د ناستې په پای کې پریکړه وشوه، چې ټول هغه شرکتونه چې د برېښنا انرژي د تولید او وېش په برخه کې فعالیت کوي باید د اوبو او انرژي له وزارت څخه د فعالیت جواز ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۳:۵۷
Background image

سمنگان ولایت د دره‌ صوف بالا او دره ‌صوف پایین ولسوالیو کې د کشکک او چله ‌مزار کانالونو د پروژو د کار له جریان څخه څارنه ترسره شوه

د یادې پروژې چارې شاوخوا ۵ سلنه پرمخ تللي او د پروژې په ځینو برخو کې د ۲۸۰ مترو په اوږدوالي کانکریټ اچونه ترسره شوې ده.

د کشکک او چله‌ مزار کانالونو پروژې چارې په ټولیز ډول د ۴ کیلومتر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۴
Background image

لغمان ولایت قرغیو ولسوالي اړوند د عزیزخان کڅ بولډروال جوړونې پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي شیرجان راشدي د تخنیکي ټیم په ملتیا د پروژې له روانو چارو څخه نظارت او ارزونه وکړه. د لیدنې پر مهال د پروژې کیفیت، تخنیکي معیارونه او د کار پرمختګ له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۱۸
Background image

پکتیکا کې له لسو کلونو وروسته وچ کاریز بېرته فعال شو.

پکتیکا ولایت د ګومل ـ پکتیکا فرعي سیندیزې حوزې مسؤلین وایي، د یوسف‌خېلو ولسوالي د خیربین سیمې «ګاري کاریز» چې له تېرو لسو کلونو راهیسې وچ شوی وو،  په سیمه کې د وهل شوو برمو د بندولو له. . .

بیرته تګ

User account menu