د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د آلمان هېواد د «راک گرین» او «الفاتیک» شرکتونو له مسؤل سره وکتل

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۵:۴۴
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د آلمان هېواد د راک گرین «Rock Green» او الفاتیک «Alfa Tec»شرکتونو له مسؤل سره وکتل او د اوبو او انرژي په پروژو  کې د همکاري په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د نوموړو شرکتونو مسؤل د اوبو او انرژي د پروژو په برخه کې د پانګونې د جلبولو او له دغه وزارت سره د نورو تخنیکي همکاریو په ترسره کولو کې لېوالتیا څرګنده کړه.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین په دغه لیدنه کې، د آلمان هېواد د موسساتو مخکینې همکاري وستایله او ډاډ یې ورکړ، چې د دغه وزارت رهبري د نوموړو شرکتونو د لېوالتیا د هرکلي ترڅنګ د ګډو همکاریو لپاره د زمینې د چمتو کولو په برخه کې به له دوی سره همکار و اوسي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۳۶
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۱:۳۴
Background image

د لغمان ولایت د شاهي کانال چارې 11.5 سلنه پرمخ تللې دي

 د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم...

بیرته تګ

User account menu