د اوبو او انرژي وزارت( د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره او د انرژی خدماتو اداره) د انرژي برخې 23 پروژې؛ د افغانستان بريښنا شرکت ته انتقال شوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۳/۱ - ۱۸:۵۴
123

د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې عمومي رئیس او د انرژي خدماتو ادارې سرپرست، انجينر خان محمد تکل، په هغه جلسه کې چې د افغانستان بريښنا شرکت يو شمېر رئيسانو شتون درلود د انرژي ادارې 23 پروژو مسؤلیت د افغانستان بريښنا شرکت ته انتقال کړ چې له دې وروسته به یې مسؤلیت د افغانستان بريښنا شرکت په غاړه وي.

دا پرېکړه په داسې حال کې وشوه چې د ۱۳۹۸/۱۱/۳۰ نېټه د هېواد جمهور رئيس محمد اشرف غني په 36 شمېره فرمان کې د اوبو او انرژي وزارت په دوه ادارو( د اوبو چارو د تنظيم ملي اداره او د انرژي خدماتو اداره) باندې تقسیم کړ، د یاد فرمان یوه برخه دا وه چې د انرژي ادارې درې رياستونه( ریاست نظارت بر تطبیق پروژه‎های انرژی، ریاست انرژی قابل تجدید و ریاست طرح و تطبیق پالیسی های انرژی) دې د افغانستان بريښنا شرکت ته انتقال شي.

د اوبو د چارو د تنظيم ملي اداره

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۴۸
Background image

د آمو سیند تحکیماتو رئیس د عمري قول اردو له قومندان سره ولیدل.

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس الحاج مولوي وکیل احمد نقي د ۲۱۷ عمري قول اردو له قومندان الحاج ملا شرف ‌الدین تقي سره لیدنه وکړه.

په ناسته کې د ماورای کوکچه سرحدي ولسوالیو د بیړنیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۴۸
Background image

سلطان بند د حفظ ‌او مراقبت پروژې چارې ٪۳۴ پرمخ تللې دي. 

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم غزني ولایت  ته د سفر پر مهال، د یاد ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم په ملتیا، د سلطان بند د حفظ‌  او مراقبت  پروژې له روانو چارو څخه لیدنه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۴۳
Background image

خوست ولایت د اوبو او انرژي رئیس د یونسکو له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.

د خوست ولایت د اوبو او انرژي رئیس مولوي عبدالقیوم ثابت د یونسکو له مسؤلینو سره وکتل. 

یاده ناسته د کاریزونو د پاک‌ کاري د پروژو د ارزونې په موخه ترسره شوه. 

خوست ولایت د اوبو او. . .

بیرته تګ

User account menu