د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د سپین زر د انرژي تولیدي شرکت له غړو سره وکتل

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم ملا عبدالقاهر ادریس د سپین زر د انرژي تولیدي شرکت له غړو سره د اوبو او انرژي وزارت د انرژي په معینیت کې وکتل.
په یاده لیدنه کې په هېواد کې د انرژي د تولید او د انرژي د تولید په برخه کې د پانګونې د جبلولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
د سپین زر د انرژي تولیدي شرکت په دریو پړاوونو کې د ګازو له سرچینو څخه په ګټې اخیستنې سره،د ۵۰۰ میګاواټه برېښنا په تولید باندې پانګونه کوي.
د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین له یاد شرکت سره د همکاري ژمنه وکړه او په دې برخه کې یې د نورو پانګوالو د جلبولو غوښتنه وکړه.