د اوبو او انرژي وزارت او د ابن سینا څېړنیز او پراختیایي مرکز ترمنځ د همکاري هوکړه لیک لاسلیک شو

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۱۵:۳
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د ابن سینا څېړنیز او پراختیایي مرکز له اجرائیوي رئيس محترم اکرم عظیمي سره د همکاري هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغه هوکړه لیک د لاسلیکولو پر مهال په هېواد کې د انرژي ارزښت ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې اوسمهال هغه وخت را رسېدلی دی چې په هېواد کې ټول افغانان د انرژي سکتور د پراختیاموندونکو او نورو برنامو د عملي څېړنو په برخه کې کار وکړي.

په ورته مهال، د ابن سینا څېړنیز او پراختیایي مرکز مسؤلینو چې په دغه برنامه کې په آنلاین او حضوري توګه شتون درلود، د انرژي د پراختیا، د طرحو او پلانونو د پیاوړتیا او د وړتیا لوړونې برنامو د ترسره کولو او د علمي څېړنو د ترسره کولو په برخه کې ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې له دغه هوکړه لیک سره سم، نوموړی مرکز د اوبو او انرژي له وزارت سره به د انرژي د څېړنیزو مرکزونو د رامنځته کولو، د اړینو تجهیزاتو د برابرولو، د متخصصو کادرونو د ښوونو، د مشورو وړاندې کولو، د طرحو او وړاندیزونو په موخه د برېښنا انرژي د پراختیا او لېږد په برخه کې  همکاري وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۲۳
Background image

پکتیا ولایت کې د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي اړوند د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۱:۳۵
Background image

د اوبو او انرژي وزیر تخار ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژې د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې چې د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۸:۵۸
Background image

لوګر سیندیزه فرعي حوزه کې د اوبو د تنظیم، ساتنې او د ځمکې لاندې اوبو د غیر قانوني را ایستلو د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبیر تر مشري لاندې د ژورو څاګانو د کېندونکو او د برمو د مالکینو په شتون کې ترسره او پکې د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د کمېدو، د. . .

بیرته تګ

User account menu