د اوبو او انرژي سرپرست وزیر له یو شمېر متشبثینو او ملي سوادګرو سره وکتل

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۰ - ۱۸:۲۸
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور په عربي متحده اماراتو کې د انرژي سلاکار محترم انجنیر حمیدالله صدیقي، په آمریکا کې د اسلامي تعلیماتو استاد محترم ډاکټر محمد داود نسیمي، په ترکیه کې د اقتصاد استاد محترم ډاکټر محراب الدین حمیدي او  یو شمېر نورو متشبثینو او ملي سوداګرو سره وکتل او په هېواد کې یې د انرژي په پروژو کې د ګډو همکاریو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دې کتنه کې، یو شمېر ملي سوداګرو د انرژي د پراختیا په برخه کې د همکاري لېوالتیا څرګنده کړه او هېواد ته یې د خدمت کولو لپاره چمتووالی وښود.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د یادو سوداګرو د احساس ستاینه وکړه او یادونه یې وکړه چې په هېواد کې د انرژي پراختیا د افغانستان د ټولو خلکو همکاري ته اړتیا لري.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر، دوی ته د وزارت له خوا د همکاري ډاډ ورکړ او له هغوی څخه یې و غوښتل چې خپلې طرحې او لارې چارې دې د وزارت له تخنیکي ټیم سره شریکې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu