د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د پکتیا ولایت له مشرانو سره د مچلغو بند د پروژې او په هغه ولایت کې د برېښنا رسونې د پروژو په هکله خبرې وکړې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۶:۵۰
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د پکتیا ولایت له یو شمېر مشرانو سره وکتل. په دغه لیدنه کې د نوموړي ولایت مشرانو په هغه ولایت کې د مچلغو بند د پروژې او د برېښنا رسونې د پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د پکتیا ولایت مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د مچلغو بند د دغه وزارت په راتلونکي پلان کې شامل دی او اوسمهال د پروژې د اسنادو پر ارزولو باندې اړینې اروزنې روانې دي.

ښاغلي منصور د نوموړي ولایت مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د مچلغو بند چارې به په راتلونکي کال کې د اړینو امکاناتو په چمتو کېدو سره پیل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۰
Background image

په ګذرې او پښتون زرغون ولسوالیو کې د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د عادلانه وېش په موخه څارنه وشوه

د لاندني هریرود- مرغاب سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او ورسره مل تخنیکي ټیم د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د هرات ولایت په پښتون زرغون او ګذرې ولسوالیو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

بیرته تګ

User account menu