د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د هلمند له والي سره وکتل

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۰:۳
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور هلمند ولایت ته د خپل سفر په لړ کې په داسې حال کې چې د هلمند د سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوی عبدالهادي هادي او د هلمند د سیندیزې فرعي حوزې رئيس یې ملتیا کوله د هلمند له والي محترم مولوي عبدالرحمن کندزي سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړي ولایت له والي سره په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي د پروژو د پلي کولو په هکله خبرې وکړې او وروسته یې د کجکي بند د پرچاوې د جوړولو د چارو له بهیر څخه چې د 77 ترکي شرکت له لوري پرمخ وړل کېږي، لیدنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

همدارنګه د اوبو او انرژي سرپرست وزیر هلمند ولایت ته د خپل سفر په بهیر کې د زمین داور له علماو او قومي مشرانو سره وکتل او د زمین داور د کانال د ستونزو د هوارولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه او زیاته یې کړه، چې دغه ستونزه به له امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره شریکه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu