د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د علماوو او حفاظ کرامو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ .

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۱۰:۲۵
1

د اوبو او انرژی سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالي د سهاکو حیدري کلا د جامعه حضرت عبدالله ابن عباس رض د علماوو او حفاظ کرامو په فراغت غونډه کې ګډون او وینا وکړه .

محترم وزیر صاحب د خپلې وینا په ترڅ کې د دیني او عصري علومو او قرانکریم د حفظ او فضیلت د بیانولو تر څنګ د یادې غونډې برخه وال وهڅول چې خپل اولادونه په دیني او عصري علومو سمبال کړي تر څو دین او هیواد ته د ښه خدمت مصدر وګرزي.

هغه دغه راز په ټولنه کې د علماوو د اهمیت او مسئولیت په هکله مفصلې خبرې وکړې او دوی یې خپل درانۀ دیني او هیوادني مسئولیت ته متوجه کړل .

ښاغلي وزیر صاحب د سیمې خلکو ته سپارښتنه وکړه چې په سیمه کې د ناسمو دودونو د له منځه وړلو په هکله چې کوم قومي تړون شوی دی، هغه باید په کلکه سره عملي کړي ،تر څو زموږ  ځوانان  د ودونو لپاره د مهر د پیسو د پیدا کولو لپاره په خطرناکو قاچاقي لارو بهرنیو هېوادونو ته له سفر کولو او ستونزو ګاللو څخه خوندي شي.

غونډه علماوو او حفاظ کرامو ته د فضیلت دستارونو ورپه سر کولو او د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۲۷
Background image

خوست ولایت کې د رنده‌کي کلي استنادي دېوال پروژه تر څارنې لاندې ونیول شوه

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري د رنده‌کي کلي استنادي دېوال پروژه تر څارنې لاندې ونیوله.

د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

ننګرهار ولایت کې د چکنور کانال د اوبو ټولنه جوړه شوه

د اوبو او انرژي وزارت مسؤلینو او ورسره مل د ننګرهار د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت لعلپورې ولسوالي ته سفر وکړ او د چکنور کانال د اوبو ټولنه جوړه او مسؤلین یې وټاکل شول.

همدا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۰
Background image

د لغمان ولایت د شاهي کانال پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د کابل عمومي حوزوي رئيس محترم الحاج احسان‌الله حقیار او ورسره مل د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي د شاهي کانال پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu