د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د خوست له والي سره په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو په هکله خبرې، اترې وکړې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۰:۵۶
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خوست له والي محترم مولوي عبدالقیوم روحاني سره د خوست د اوبو انرژي د رئيس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت په شتون کې وکتل او په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د خوست والي او د اوبو او انرژي رئيس په دغه ولایت کې د اوبو او انرژي د لا زیاتو پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې وویل، چې په نږدې راتلونکې که به په خوست ولایت کې د یو لوی بند جوړولو چارې پیل شي او هغوی ته یې ډاډ ورکړ، چې په دغه ولایت کې به د اوبو او انرژي لا زیاتې پروژې د شته امکاناتو او متوازنې پراختیا په پام کې نیولو سره پلي شي.

همدارنګه، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د خوست ولایت د اوبو او انرژي ریاست کړنې مثبتې و ارزولې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۲۷
Background image

خوست ولایت کې د رنده‌کي کلي استنادي دېوال پروژه تر څارنې لاندې ونیول شوه

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري د رنده‌کي کلي استنادي دېوال پروژه تر څارنې لاندې ونیوله.

د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

ننګرهار ولایت کې د چکنور کانال د اوبو ټولنه جوړه شوه

د اوبو او انرژي وزارت مسؤلینو او ورسره مل د ننګرهار د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت لعلپورې ولسوالي ته سفر وکړ او د چکنور کانال د اوبو ټولنه جوړه او مسؤلین یې وټاکل شول.

همدا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۰
Background image

د لغمان ولایت د شاهي کانال پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د کابل عمومي حوزوي رئيس محترم الحاج احسان‌الله حقیار او ورسره مل د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي د شاهي کانال پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu