د اوبو او انرژي د سرپرست وزیر په شتون کې د ننګرهار ولایت په بالا کوټ ولسوالي کې یوه ټولګټه پروژه د یولس لکه ډالرو په ارزښت چې پکې سربند او د اوبو لګولو یو کانال شامل دی ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۸:۴۲
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د ننګرهار ولایت په بالا کوټ ولسوالي کې  د سربند، کانال او د اوبو د ذخیره کولو حوض یوه ټولګټه پروژه د یوې غونډې په ترڅ کې د ننګرهار د والي، سیمه ییزو مسؤلینو او د دغه ولایت د مشرانو په شتون کې چې د جاپان هېواد د پې، ایم، ایس موسسې له لوري پلې شوې ده،  ګټې اخیستنې ته وسپارله.

ښاغلي منصور د دغې پروژې په پرانیست غونډه کې د سرسبزي او د اوبو د مدیریت په برخه کې د هغې ارزښت ته اشاره وکړه او د نوموړې موسسې فعالیتونه یې د قدر وړ وبلل.

همدارنګه ښاغلي منصور څرګنده کړه، چې اسلامي امارت په هېواد کې د رېښتینو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی او د افغانستان له پتمنو خلکو څخه هم تمه ده چې د دښمنانو د تبلیغاتو په وړاندې وېښ او له اسلامي امارت سره همکار و اوسي.

د یادونې وړده، چې  د دغې پروژې په پلي کولو سره ۶۰۰ جریبه ځمکه په تلپاتې توګه او 2250 جریبه ځمکه په موسمي ډول تر اوبو لګولو لاندې راغلې چې ۶۰۰۰ کورنۍ به په مستقیم او غیر مستقیم ډول ورڅخه برخمنې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۳:۳۴
Background image

د غزني ولایت د شېر آباد سیمې چکډیم جوړولو پروژې چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۶/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۹/۵ هـ.ل

د غزني سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د قره باغ ولسوالي اړوند د شېر آباد سیمې چکډیم جوړولو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۶:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزارت په مقر کې علمي او اصلاحي غونډه ترسره شوه

 

 

۱۴۴۸/۶/۱۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۹/۴ هـ.ل

د اوبو او انرژي وزارت دغونډو په تالار کې د محترم الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د (١٤٠٥)کال د دیني زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۳۹
Background image

په لوګر ولایت کې دوه پروژې د شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې

 

۱۴۴۸/۶/۱۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۹/۴ هـ.ل

په لوګر ولایت کې د وزیر کلي کانال پروژه او په بابوس سېمه کې د شولک چکډیم پروژه د شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او د لوګر سیندیزې فرعي. . .

بیرته تګ

User account menu