د اوبو او انرژي او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو د رهبري ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور په یوې ناستې کې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر محترم الحاج نورالدین عزیزي سره د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې چارو د پرمخ وړلو په موخه خبرې اترې وکړې.
په دغه ناسته کې، د انتقالي مزو په پروژو کې د پانګونې لپاره د زمینې د چمتو کولو، د ډبرو سکرو او ګازو سرچینو څخه د برېښنا د تولید ، له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې او اوبو او انرژي وزارت پورې اړوند یو شمېر نورو پروژو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر په دغه ناسته کې د نوموړو پروژو د پلي کولو لپاره د یو شمېر بهرنیو او کورینو پانګوالو شرکتونو له چمتووالي څخه خبر ورکړ او د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې جلبول یې د خپل کاري لومړیتوبونو څخه وګڼل.
په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د اوبو او انرژي پروژو ارزښت ته په اشارې سره په نوموړو پروژو کې د پانګونې چارو د پرمخ وړلو په هکله ډاډ ورکړ او د چارو پر چټکتیا باندې یې ټینګار وکړ.
