د انرژي معین په شتون کې د افغان زازو شرکت له مسؤلینو سره د لمریزې برېښنا په پروژو کې د پانګونې په هکله د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۱:۱
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب او د دغه معینیت یو شمېر تخنیکي مسؤلینو د افغانستان زازو شرکت او ریګل ګروپ له مسؤلینو سره  په دولتي ادارو کې د لمریزې برېښنا پروژو کې د پانګونې چارو په پرمخ وړلو کې د همغږي او په نیمروز ولایت کې د لمریزې برېښنا پروژې د تولید، وېش او لېږد په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د انرژي محترم معین د دغه وزارت له لوري د نوموړو شرکتونو مسؤلینو ته د اړینو همکاریو ډاډ ورکړ او په هېواد کې د انرژي د ځان بسیاینې په برخه کې د دغه ډول پروژو پلي کول اړین وبلل.

په ورته مهال، د نوموړو شرکتونو مسؤلینو هم د دغې پانګونې د پيل پروسې او د نوموړو پروژو د ترسره کولو په هکله خپل چمتووالی څرګند کړ.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې له نوموړي شرکت سره د همکاري دوه هوکړه لیکونه هم لاسلیک شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۹
Background image

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس د نورالدین کلا د استنادي دېوال پروژې له سیمې څخه چې د جلګې خوړ د ټینګښت په موخه جوړیږي، لیدنه وکړه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د نورالدین کلا د استنادي دېوال پروژې له سیمې څخه چې د جلګې خوړ د ټینګښت په موخه جوړیږي، په داسې حال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

جوزجان ولایت کې د برېښنا رسولو دوو پروژو چارې د نږدې دوه میلیارده افغانیو په لګښت پیل شوې

د جوزجان ولایت په قوش‌تیپې او درزاب ولسوالیو کې د برېښنا رسولو پروژو چارې د ۱ میلیارد، ۸۸۶ میلیونه او ۴۷۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۱۵
Background image

د آمو سیند څنډو د تحکیماتي ولسي پروژو د پلي‌کېدو د بهیر څارنه او ارزونه ترسره شوه

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په بهیر کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتي ولسي پروژو د پلي‌کېدو د بهیر څارنه او ارزونه. . .

بیرته تګ

User account menu